
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلوچستان مرکز کویټه کې د ملي پارټۍ ګوند په غړو د چاودنې له امله ۱۳ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
را پورونه وایي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد ګوند خلک غونډې ته ور بللي و.
بلخوا پولیسو ویلي، چې چاودنه د شاهواني لوبغالي ته نږدې شوې ده او داسې ښکاري چې برید د ځآنمرګي بریدګر لخوا ترسره شوی دی.
روغتیا پالو ویلي، چې د چاودنې له ځآیه دوی ته ۱۳ جسدونه او ۲۹ ټپيان ور لیږدول شوي، چې د ۵ تنو حالات هم نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.