
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د برتانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت (هوم آفس) زرګونو نړیوالو زده کړیالانو ته د بریښنالیکونو او متني پیغامونو له لارې خبرداری ورکړی چې که دوی د ویزې له ختمېدو وروسته په برتانیا کې پاتې شي، نو له دغه هېواد څخه به په جبري ډول وشړل شي.
دغه اقدام د نړیوالو زده کړیالانو لخوا د ویزې له ختمېدو وروسته د سیاسي پناه غوښتنو کې د پام وړ زیاتوالي په ځواب کې شوی دی.
د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر ویلي، ځینو زده کړیالانو په داسې حال کې د پناه غوښتنه کړې، چې په هېوادونو کې حالات نه دي بدل شوي.
د راپورونو له مخې، په یوه کال کې د ۱۴،۸۰۰ پناه غوښتنو څخه ډېری هغه کسان وو چې په سټډي یا تحصیلي ویزه برتانیې ته تللي وو.
په تحصیلي ویزه تر ټولو زیات د پاکستان، هند، بنګلدېش او ورپسې ناجیریا یي وګړي برتانیا ته تللي دي.
د یادونې وړ ده چې برتانیې پرون د پناه غوښتونکو لپاره د کورنۍ د غړو د بلنې نوې غوښتنې په موقتي توګه ځنډولې دي، او د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې اوسمهال پناه غوښتونکي د کورنۍ د یوځای کولو نوې غوښتنې نشي جمع کولی.