خبرونهنړۍ

ټرمپ یو خل بیا: له پوتین څخه مایوسه یم

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډوڼالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه مایوسه یم.

هغه دغه څرګندونې د امریکا یوې راډیويي پروګرام سره د خبرو اترو پر مهال وکړې او زیاته کړې، د اوکراین د خلکو د ژغورلو په موخه به اقدامات وکړي.

ټرمپ ویلي، چې د چین او روسیې په ګډون د امریکا خلاف جوړ شوي اتحاد په اړه کوم تشویش نلري.

په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ ویلي، د ټکسونو د لوړېدو خلاف غبرګون د محکمې پرېکړې پر ضد به سترې محکمې ته ولاړ شي او په وینا یې که دغه ټکسونه لیري شي، نو امریکا به غریب هېواد پاتې شي.

ټرمپ د خپلې روغتیا په اړه د سوشل میډیا خبرونه جعلي وبلل.