افغانستانخبرونهراپورونه

ځینې شخصي دفترونه: د امربالمعروف کارکوونکو له وخت او ناوخت راتګ څخه په تنګ راغلي یو

کابل ټیلیګراف – ۱۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل ښار کې د ځینو خصوصي دفترونو کارکوونکي وایي چې د امربالمعروف وزارت له وخت او ناوخته ورتګ څخه نور په تنګ راغلي دي او له طالبانو چارواکو غواړي چې په دې اړه هغوی ته عامه پوهاوی ورکړل شي او دغه چاره یې په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل شوې ده.

په کابل کې د یوه خصوصي بانک کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي کابل ټیلیګراف ته وویل چې د امربالمعروف وزارت محتسبین په اونۍ کې څو ځله د دوی دفتر ته ورځي.

دی وایي: «دلته خو بانک دی، ډېر خلک تګ او راتګ کوي، ښځې راځي، ناروغان راځي، بیا یو ځل د امربالمعروف وزارت کارکوونکي هم په کې راپیدا شي او ټول مراجعین په منډو شي، ښځې یوې خوا منډه کړي، نارینه هم وډار شي او دوی هماغه خپلې تکراري خبرې او کیسې کوي.»

دی وایي چې نور د دغو محتسبینو له وخت او ناوخت ورتګ څخه په تنګ راغلي دي او په کارونو کې یې د خنډ او ځنډ سبب هم کېږي.

هغه وایي چې دا نصحیتونه باید په میاشت کې یو ځل وي، یا یو طرزالعمل وي په دې ډول خلک په تنګ راځي.

د کابل ښار په شهرنو کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول هم چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې له دوی سره د معلوماتو په برخه کې درې خویندې کار کوي، خو دوی یې اوس مهال له استخدام کېدو پښیمانه شوي دي.

دی وایي چې تقریباً هره ورځ د امربالمعروف وزارت محتسبین ورځي او هغوی ته په داسې حال کې د حجاب توصیه کوي چې هغه په بشپړ ډول حجاب مراعت کړی وي.

هغه زیاتوي چې دوی قصداً دغه کار کوي ترڅو هغوی نور کار ته له ورتګ منعه شي.

په کابل ښار کې د یوه خصوصي دفتر یو بل کارکوونکی هم وایي، داسې ورځ هم شوې ده چې په ورځ کې دوه یا درې ځلې د امربالمعروف وزارت کارکوونکي د دوی دفتر ته ورغلي دي.

دی وایي: «کله راشي چې موږ له حوزې راغلي یو، کله راشي چې موږ له وزارت راغلي یو، کله راشي چې موږ له زون څخه راغلي یو، بس نور زیات په تنګ یو. موږ خو الحمدلله له پخوا مسلمانان یو، ډېرو توصیو او خبرو ته هم ضرورت نشته دی.»

یاد کسان دغه راز وایي چې د طالبانو چارواکو باید محتسبینو ته پوهاوی ورکړي او د خلکو له مزاحمت څخه ډډه وکړي.

د طالبانو په لومړي واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کې هم فعال و، او د خلکو د جامو، ږیرې، د ښځو د حجاب، لمونځونو، موسیقۍ او داسې نورو د چارو څارنه یې کوله. په ۲۰۲۱ کې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، دغه وزارت یې بیا راژوندی کړ.

د دې وزارت دنده تر ډېره د اسلامي شریعت د ظاهري نښو ساتنه ده، یعنې خلک د لمانځه، حجاب، اسلامي اخلاقو او ظاهري دستوراتو پابند کړي.