افغانستانخبرونهراپورونه

د قطري وزیرې په مشرۍ کابل ته د مرستو رارسېدو پر خواله رسنیو د خلکو پام ځانته اړولی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په نړیوالو چارو کې د قطر د دولت د وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ کابل ته د مرستو رارسېدل د ټولنیزو رسنیو د ګڼ شمېر کاروونکو پام ځان ته اړولی دی. ځینو کسانو د قطر دا کار قصدي بللی، څو طالبان د نجونو زده کړو او د ښځو د کار حق ته متوجه کړي، او ځینو نورو بیا پر طالبانو نیوکې کړي چې باید د نورو هېوادونو په څېر ښځو ته په سیاست او د ژوند په هره برخه کې ونډه ورکړي.

د قطر مرستې

قطر اعلان کړی چې په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت د وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ او د ژغورنې نړۍوال ټیم په ملتیا، د بشري مرستو څلور الوتکې یې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي یې راوړي یې دي.

 دغه مرستې د قطر د پرمختیا صندوق له لوري برابرې شوې چې د دوو ګرځنده روغتونونو ترڅنګ په‌کې خوراکي توکي، درمل او د سرپناه اړين توکي شامل دي.

سرچینه لیکي چې له دغو مرستو به شاوخوا ۱۱ زره زلزله‌ځپلي برخمن شي.

پر ټولنیزو پاڼو کې د مریم بنت علي المسند پر راتګ تبصرې

نور آغا مجبور لیکلي: «کور یې ودان دا ټول د تعلیم برکت دی چې یوه ښځه یې مدیریت کوي.»

محمد فهیم هوتک لیکلي: «که مو اوس په کابینه کې یوه ښځه وه او دغو ښځو ته یې ښه راغلاست ویلی وای نو څه به شوي وای؟.»

فرهان عمر لیکلي: «د نورو ښځو ته داسې لاس په سینه ولاړ دي خو بیا د وطن ښځې یې له هر څه نه محرومه کړي دي. خدای د له تاسو سره حساب وکړي.»

ذبیح ظاهر لیکلي: «زه حیران یم چې د قطر په اسلام او دین کې او د افغانستان په دین او قران کی څه فرق دی؟ د هغوي انجونې تعلیم کوي، سیاست کوي، او زموږ په کور کې بندې دي، د حساب او کتاب ورځ راتلونکی ده.»

سید سمیع الله حکیمي لیکلي: «د دې میرمنو راتګ هم د افغانستان چارواکو ته دا مسج ورکوي چې له خپل ضد راووځئ د انجونو او ښځو تعلیم ته ترجیح ورکړي.»

عبدالحلیم لیکلي: «پردو ښځو ته لاس په نامه ولاړ خپله خور تعليم ته نه پريږدي، هي خدايه.»

احسان الله قاضي زاده هم لیکلي: «په قطر کې تر دغه ښځې هوښیار نارینه هم وو، خو دا یې زموږ لپاره د ښځو د اهمیت په خاطر ګمارلې. موږ ښځې په ډانګ ولو ، خود قطر مېرمن له څلورو طیارو ، مرستې سره کابل ته ورسیده.»

هغه هیله څرګند کړې چې افغانې انجونې هم همداسې وځلیږي.

په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه

له اګست ۲۰۲۱ وروسته چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار پرله‌پسې محدودیتونه ولګېدل. دا محدودیتونه په بېلابېلو پړاوونو کې اعمال شول.

په لومړي سر کې، د نجونو د اووم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول. طالبانو ویلي وو چې د «مناسبو شرایطو» تر برابرېدو وروسته به بېرته پرانېستل شي، خو تر اوسه (سپتمبر ۲۰۲۵) پورې دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ښځینه محصلینو پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه. له دې پرېکړې وروسته، زرګونه نجونې چې په پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې، کورونو ته کینول شوې.


طالبانو د ښځو کار په ډېری دولتي ادارو کې محدود یا منع کړ. ښځې یوازې په روغتیا، معارف (تر شپږم ټولګي پورې تدریس) او ځینو انساني اړتیاوو پورې تړلو برخو کې د کار اجازه لري. د ۲۰۲۳ په اپریل کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو هم بندیز اعلان کړ، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

طالبان استدلال کوي چې دا پرېکړې د اسلامي شریعت او «افغاني کلتور» پر بنسټ دي او ادعا کوي چې په راتلونکي کې به د شرایطو تر برابرېدو وروسته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. خو تر اوسه هیڅ روښانه پلان نه دی وړاندې شوی.

په کور دننه او بیرون غبرګونونه

ملګري ملتونه، اسلامي هېوادونه او نړیوالې د بشر حقونو ټولنې پر طالبانو سختې نیوکې کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دا محدودیتونه د ښځو پر وړاندې «سیسټماټیک تبعیض» بللی دی. نړیوالو سازمانونو دا بندیزونه نه یوازې د بشري حقونو خلاف بللي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ یې هم دروند اغېز ګڼلی دی.

په کور دننه، ښځو څو ځلې د «نان، کار، ازادي» په شعارونو سړکونو ته راوتلې دي، خو د طالبانو د سختو امنیتي محدودیتونو له امله دا مظاهرې په پراخه کچه خپرې نه شوې. سره له دې، د نجونو او ښځو زده کړو او کار د افغانستان په سیاسي او ټولنیز بحث کې لا هم د تودې موضوع په توګه مطرح دي.