
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن- د وږي ۱۳مه وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده.
د زلزلې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴،۷ درجې و.
د دې تازه زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه شته. دا په تېرو څلورو ورځو کې دریمه زلزله ده چې د افغانستان ختیځ لړزوي.
د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۷ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۵۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
کونړ کې اوس هم د زلزلې له امله تر خاور لاندې د مړو د موندلو او ټپیانو د ژغورلو هڅې روانې دي.