افغانستانخبرونه

نن د کونړ په ګډون د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د طالبانو د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د اټکل خبرداری ورکړی.

د دغه وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې نن (پنجشنبه د وږي ۱۳مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولايتونو کې د تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۵ ملي متره اټکل شوې ده.

دا آټکل داسې مهال اعلانېږي، چې په کونړ کې لاهم د زلزلې له امله د نړېدلو کورونو لاندې د مړو د ایستلو عملیات روان دي او د ټپيانو د ژغورنې.

په یاده سیمه کې د مړو وروستی شمېر کابو ۱۵۰۰ او د ټپیانو شمېر نږدې ۴ زرو ته رسېدلی دی او لاهم دا ارقام وروستي نه دي.