خبرونهنړۍ

پنجاب او سند ایالاتونو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې ۹ سوه تنو ته ورسید

کابل ټیلیګراف د وږبي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته رسېدلی، ۴زره کلي تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰۰زره خلک بې‌ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دا مهال ملتان تر ټول ډېر د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی.

پاکستاني چارواکي د ملتان د ژغورولو لپاره د چناب نومي اوبو بند ماتولو په اړه فکر کوي، چې اوبه بلې خوا ته مخه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د هند له‌خوا د راخوشې شویو اوبو له امله دغه سېلابونه نور هم پياوړي شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه د ملتان لپاره ډېر ګواښونکي دي.