افغانستانخبرونهځانګړي برخه

کونړ کې مرګونې زلزلې تر ۲۶۰ زرو ډېر کوچنیان اغېزمن کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ یا سېف د چېلډرن ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د ټکانونو پرله‌پسې څپې هغه ماشومان وېرولي چې په شاوخوا ۳۰ کلونو کې په تر ټولو مرګونې زلزلې کې یې کورنۍ وژل شوې او بې کوره شوي دي.

سېف د چېلډرن د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ویلي چې په زلزله کې د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو میندې او پلرونه وژل شوي او ټولټال تر ۲۶۰ زرو ډېر کوچنیان یې اغېزمن کړي دي.

دغه بنسټ همدا راز ویلي چې په وروستۍ سخته زلزله کې تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي چې ماشومان او د هغوی کورنۍ یې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ کړي دي.

هغه هم په داسې حالت کې چې ځینې یې د وریجو له زړو بوجیو د بسترو په توګه کار اخلي.

د طالبانو حکومت که څه هم داسې شمېر نه دی ورکړی چې په وروستیو زلزلو کې په ټوله کې ماشومانو ته څومره زیان اوښتی دی خو ویلي یې دي چې ۲۲۰۵ تنه پکې وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ژوبل دي.

هلته لاهم د ژغورنې عملیات دوام لري او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو امکان شته.