
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په خوست ولایت کې د رحمت ولي مسرور ملي کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبډلې د اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو ترمنځ د “کونړ یوازې نه دی” په نوم لس اوریزه خیریه سیالي ترسره شوه.
کرکټ بورډ وایي، د دې لوبې موخه د کونړ د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولول وو.
لوبغاړي په دوو لوبډلو “کونړ ساتونکي” او “کونړ اتلان” ووېشل شول، چې په پای کې “کونړ ساتونکو” بریا خپله کړه.
د خوست د کرکټ آمر احسان ولي مسرور وویل چې، د هېوادوالو د مرستې او خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ دغه خیریه سیالي جوړه کړه او ګڼ شمېر مینه وال یې د ۵۰ افغانیو د ټکټ په اخیستلو ګډون ته جذب کړل او خپلې مرستې یې له زلزله ځپلو سره شریکې کړې.
د لوبې پر مهال د کرکټ بورډ مالي ملاتړ کوونکو لکه سوپر کولا شرکت، کاردان پوهنتون او اتصالات مخابراتي شبکې هم مالي مرسته وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خوست اوسېدونکو او دولتي ادارو هم د کونړ او ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولې کړې وې او اړوندو ټیمونو ته یې سپارلې دي.