
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر په جنیوا کې د دایمي استازولۍ مرستیالې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي وویل، د ښځو د زده کړې او کار د حق تضمین باید د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د راتلونکي د یوې اړینې برخې په توګه وپېژندل شي.
اغلې السویدي وویل، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی، لکه اقتصادي بحران، بې کاري، د بشري اړتیاوو زیاتوالی، غربت، خوراکي ناامني، اقلیمي بدلونونه، دوامداره بندیزونه او د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل.
هغې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بنسټونو د بیا رغولو، بشري مرستو رسولو او د ټولو افغان لوریو سره د خبرو اترو دوام ته ادامه ورکړي ترڅو د سولې د تحقق او د افغانستان نړیوالې ټولنې ته د بېرته ستنېدو شرایط برابر شي.










