
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسؤلین وایي، د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ په غلجیانو کلي کې یوه کس خپل ورور او وراره وژلي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند سید طیب حماد په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، یاد کسان پرون (سه شنبه) د دوی ترمنځ تر یوې لفظي شخړې وروسته د خپل ورور له خوا د ځمکې پر سر د جنجال له امله په ډزو ویشتی او وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، قاتل له سیمي تښتېدلی دی.
طالب امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.