افغانستانځانګړي برخهراپورونه

طالبانو ۹ عرادې روسي زغروال ټانکونه بیا ترمیم کړل؛ وايي، د سرحدونو دفاع کې په کار راځي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو  وروسته په ځلونو د دغې ډلې سرحدي ځواکونو د ډېورنډ کرښې او ایران سره د سرحد په اوږدو کې په ځلونو جګړې وکړې او وسله د نشتوالي له امله ډېر کله ماتې سره مخ شول، تازه د طالبانو دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ویلي چې ۹ زغروال روسي ټانکونه يې بیا ترميم کړي چې د سرحدونو په ساتلو کې ترې ګټه واخلي.

افغانستان چې يو وخت يې د سيمې په کچه قوي اردو درلوده او د درنو او سپکو وسلو او هوايي ځواک درلودونکې وه، د تنظيمي جګړو پرمهال اردو ړنګه او وسلې او تجهیزات يې په ګاونډيو هېوادونو وپلورل شول چې کله نا کله له همدغو وسلو او تجهیزاتو د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت له لوري د ټانکونو ترمیم

د طالبانو دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۹ عرادې روسي T55 او T62 زغروال ټانګونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

یاد وزارت زیاته کړې چې یاد زغروال ټانګونه له دښمن سره د جګړې پر مهال د هېوادوالو او سرحداتو د دفاع او د دښمن د پټنځایونو او مرکزونو په له منځه وړلو کې خورا مهم رول لري.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د دفاع وزارت له لوري په لسګونه عرادې زغروال ټانګونه ترمیم شوي او دا لړۍ د یوه منظم پلان له مخې لا هم دوام لري.

د افغانستان پخوانۍ اردو

افغانستان چې د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په موده کې د سیمې په کچه قوي او په درنو او سپکو وسلو، هوايي ځواک او پراخو تجهیزاتو درلودونکې اردو درلوده، د هغې له واکمنۍ وروسته د سردار محمد داود خان په واکمنۍ، او ترې را وروسته د ترکي، امين، کارمل او حتی د ډاکټر نجیب الله د واکمنيو پرمهال هم دا اردو قوي وه او د غښتلو تجهیزاتو او درنو وسلو درلودونکې وه.

خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۹۰یمو لسیزو کې د کورنيو جګړو پيل او د تنظيمونو خپلمنځي شخړو او اختلافاتو له امله اردو ړنګه شوه او ټانکونه، طیارې، راکټونه او نورې درې او سپکې وسلې او د پوځ تجهیزات کباړ او په ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه په پاکستان وپلورل شول.

یادې وسلې د پاکستان له لوري ترميم او بېرته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د خپلو سیمو د ساتلو لپاره درول شوي او میلونه يې افغان لوري ته را کاږي شوي چې کله ناکله د سرحدي ځواکونو په جګړو کې له همدغو وسلو ګټه اخېستل کېږي.

د پاکستاني او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړه چې په تورخم کې ترسره شوه، لیدل کېدل چې د افغان پوځ يو پخوانی زغروال ټانک تورخم هغې غاړې ته درول شوې او پر دې غاړې مرمۍ را توغوي.

د طالبانو دا تازه اقدام چې ښايي له دغو ترميم شويو ټانکونو او نورو وسلو به د سرحدونو په ساتلو کې ګټه پورته کړي دا خبره به وخت ځواب کړي خو دا چې پخوانۍ وسلې به له پاکستان څخه راوګرځول شي او کنه دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې په افغانستان کې د اوسنيو او ددوی په څېر د نورو واکمنانو په شتون کې چې پاکستان سره په اړیکو تورن دي، نا ممکنه خبره ده.