
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په سیمه کې د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي او د مخنیوي لپاره یې د عملي اقدام غوښتنه کړې.
هغه شورا په کلنۍ غونډه کې ویلي: د اسرائیلو پر وړاندې د قطر لخوا د ترسره کېدونکي هر اقدام کې به د دوی تر څنګ ودریږي.
په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان د همغږۍ او خواخوږۍ په موخه دوحې ته تللی، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني لخوا یې په هوايي ډګر کې هرکلی وشو.
د قطر لومړي وزیر ویلي، دوحه د ترهګریز برید پر وړاندې د ځواب ورکولو حق لري.
هغه وویل چې اسرائیلي بریدونه د یرغمالو د خلاصون ټولې هیلې ختمې کړې او ټینګار یې کړی، چې نیتن یاهو باید د عدالت محکمې ته راکش کړای شي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د اردن شاه عبدالله دوهم هم د قطر سره بشپړه همغږي څرګنده کړې.