افغانستانخبرونه

د لیزري څراغونو کارول په بشپړه توګه منع شول

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ترافیک عمومي ریاست خبرداری ورکړی چې په وسایطو کې د لیزري څراغونو کارول په بشپړه توګه منع دي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

دې ادارې نن (پنجشنبه، د سپټمبر ۱۱، ۲۰۲۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لیزري څراغونو کارول د مرګونو ترافیکي پېښو لامل شوي دي.

د ترافیکو ریاست ویاند ویلي چې دا اقدام د سړکونو د خوندیتوب او د پېښو د مخنیوي لپاره اړین دی، او د قانون پلي کولو لپاره به سخت ګامونه پورته کړي.

طالبان دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړ حد ته رسیدلې.

خلک د ترافیکي پېښود رامنځته کېدو ستر لاملونه د موټر چلوونکو غیر مسلکیتوب، د لویو لارو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نشتون او یو شمېر نور په ګوته کوي.