افغانستانخبرونه

طالبانو په پنجشیر کې انځوریز نشرات په بشپړ ډول بند

پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په یوه تازه پرېکړه کې په پنجشیر ولایت کې انځوریز نشرات په بشپړ ډول بند کړل.

‏پنجشیر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف‌الدین لتون، رسنیو ته ویلي چې، د دولتي او خصوصي رسنیو په انځوریزو نشراتو یې بندیز لګولی دی.

لټون زیاته کړې چې، دا پرېکړه نن د دې ولایت د سیمه ییزو مسوولانو له خوا نیول شوې ده.

افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیت را وروسته رسنیز بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د نظر خاوندان وایي طالبانو په بشپړ ډول رسنۍ او د بیان ازادۍ سانسور کړې او لاهم هڅه کوي د حقایقو د خپراوي لپاره په ځینو ولایتونو کې محدودیتونه زیات کړي.

خبریالان او د رسنیو ملاتړي ادارې وايي چي د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کي د رسنیو وضعیت ترینګلی سوی دی.

د دوی په قول، د بیان ازادۍ نشتوالی، د خبریالانو ځورول او آن زنداني کول، په رسنیو کي پر ښځینه کارمندانو بندیزونه او اقتصادي ستونزي هغه څه دي چي په دغه هیواد کي د زیاتو رسنیو دروازې ور تړلي دي.

خو طالبان بیا وايي، د رسنیو اصولو ته ژمن او د خبریالانو ژوند ژغورل يې مسؤلیت دی.