افغانستانخبرونه

ازبکستان، طالبانو ته د چورلکو د بېرته لېږد راپورونه رد کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته د پخواني پوځ د چورلکو د لېږدولو په اړه راپورونه ناسم وبلل او زیاته کړې ده چې، ټول هغه راپورونه ناسم دی چې ګواکې د پخواني پوځ الوتکې به افغانستان ته بېرته وسپارل شي

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په ازبکستان د افغانستان د پخواني هوايي ځواک چورلکې به طالبانو ته وسپارل شي

که څه هم طالبانو په دې اړه رسمي څه نه وو ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو دا موضوع له ځینو رسنیو سره شریکه کړې وه.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هوايي ځواک ځینې چورلکې ازبکستان ته هېواد ته ولېږدول شوې. بل لورته طالبانو په ځلونو افغانستان ته د دغو چورلکو د بېرته ورسپارل کېدو غوښتنه کړې وه.  

طالبانو ویلي وو چې دا چورلکې د افغانستان حق دی او باید چې بېرته اوسني هوايي ځواک ته وسپارل شي