خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین د خپلواکه دولت د جوړېدو په ۱۴۲ مثبتو، ۱۰ منفي او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب کړی دی.

امریکا، اسراییل، ارجنټاین، هنګري او ځینو نورو هېوادونو دغه پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړې ده.

دا پرېکړه‌یک د عربي هېوادونو هغه وړاندیز وو چې په بدل کې یې دغه هېوادونه د حماس له لوري پر اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پېښه هم غندي.

دا داسې مهال دی چې د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ۱۴۲ موافق رایو سره د دغه پرېکړه‌لیک تصویب د فلسطینیانو له مشروع حقونو د نړیوالې ټولنې د پراخ ملاتړ ښکارندويي کوي.

دغه پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو له کلنۍ غونډې وړاندې د فلسطین او اسراییل ترمنځ د دوو دولتونو د حل په اړه د ملګرو ملتونو غونډې لپاره لاره هواروي.

د یادونې وړ ده چې اروپایي پارلمان هم یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د دغې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

دغه پرېکړه‌لیک ته ۳۰۵ مثبتې، ۱۵۱ منفي او ۱۲۲ ممتنع رای ورکړل شوي چې په کې د غزې د جګړې د پایته رسولو لپاره د بېړني او تلپاتې اوربند غوښتنه شوې.