افغانستاناقتصادخبرونه

خوست کې د غلام خان بندر لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانيستل شوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي, چې د دغه ولایت اړوند غلام خان بندر لاره، چې د نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د پاکستان له‌ خوا تړل شوې وه، نن د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
د یادې لارې له بندېدو سره د خوست او پکتيا ولایتونو سوداګر او عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي وو.

د دې لارې د بندیدو له امله د خوراکي توکو، ودانیزو توکو او د لومړنیو اړتیاوو بیې په ځینو سیمو کې لوړې شوې وې.
دغه راز د لاریو او سوداګریزو کارګو درېدلو له امله ګڼو سوداګرو ته مالي زیانونه هم اوښتي وو.
د باختر اژانس په راپور کې زیاته شوې چې، د لارې له بېرته پرانیستل کېدو سره به د سیمې سوداګریزې چارې عادي بڼه غوره کړي او د وارداتي توکو په بیو کې به ښکاره کموالی راشي.
د خلکو په وینا، د دې بندر په بیا فعالېدو سره د ګڼ شمېر کسانو سوداګریز فعالیتونه او ورځني کاروبارونه بېرته د پخوا په څېر عادي شوي دي.
خوست کې د طالبانو ولایت مقام ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي دروازو پرانیستې پاتې کېدل د دواړو خواوو په ګټه دي او د ولسونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.