
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې عرفات جمال ویلي، چې دا اداره د ښځینه کارکوونکو پرته خپل فعالیتونه نشي کولی.
جمال ټینګار وکړ چې دې ادارې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په اړه د محدودیتونو له امله خپل د نغدو پیسو د وېش مرکزونه تړلي دي.
یادې ادارې اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د دوی پرښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته یې بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته بنده کړې ده.
سرچینې وویل چې د ښځینه کارکوونکو پرته به د معلوماتو راټولول او د هغو ښځینه کډوالو سره مرکې کول ناممکن وي چې افغانستان ته راستنیږي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په پای کې د دوهم ځل لپاره اعلان وکړ چې نادولتي موسسو ته اجازه نشته چې د روغتیا او تعلیم په برخو کې ښځې وګماري.
عرفات جمال دا هم وویل چې، د سپتمبر په لومړۍ اوونۍ کې نږدې ۱۰۰زره خلک له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان او ایران د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې له ۴ میلیون څخه ډیر افغان کډوال اړ کړي چې خپل هیواد ته راستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مخکې ویلي وو، چې ډېری دا خلک “په زور” له یادو هېوادونو ایستل کېږي.