افغانستانخبرونهراپورونه

کابل ته د امریکایي پلاوي سفر؛ ایا تری تم شوی محمودشاه حبیبي به خوشې شي؟

کابل ټیلیګراف – ۲۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوی، چې زلمی خلیلزاد هم ورسره مل دی، کابل ته راغلی څو له طالبانو سره د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو خبرې وکړي. خو باوري سرچینې وایي، طالبانو د محمودشاه حبیبي د شتون په اړه بې‌خبري ښودلې او د خوشې کېدونکو امریکایانو په نوملړ کې یې نوم نه لیدل کېږي.

محمدشاه حبیبي څوک دی؟

محمود شاه حبیبي، چې د افغانستان او امریکا دوه ‌ګونی تابعیت لري، له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې په کابل کې د اسیا مشورتي ګروپ (Asia Consultancy Group) په نوم له یوه امریکایي مخابراتي شرکت سره د تخنیکي مشاور په توګه کار کاوه.

د یاد شرکت مرکزي دفتر په امریکا کې دی، چې د “ARX” په نوم فعالیت کوي.

د ښاغلي حبیبي ورور احمد شاه حبیبي وایي، د دوی له ټینګار سره بیا هم هغه د تېر جمهوري حکومت د سقوط پر مهال کابل کې پاتې شو او له یاد شرکت سره یې دنده کوله.

حبیبي له دې دندې وړاندې د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وټاکل شو، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې د یو شمېر دلایلو له امله استعفا ورکړه.

نوموړي‌ د هېواد د هوايي ډګرونو مدیریت، د هوايي ترافیکو کنټرول، د الوتنو امنیت، د نړیوالو شرکتونو څار، مخابرات، د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ او د هوا پېژندنې ادارې له صلاحیتونو څخه برخمن و.

هغه د امریکا د فډرالي هوایي چلند ادارې (FAA) سره د مدیریت برخه کې د متخصص په توګه هم کار کړی دی.

محمود شاه حبیبي د امریکا د فلوریډا ایالت له “ایمبري ریډل ایروناټیکل پوهنتون” د هوایي چلند مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

د حبیبي د نیول کېدو قضیه

د راپورونو له مخې، د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي وایې، د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۵مه یې ورور له خپل کوره چې د کابل په شیرپور سیمه کې دی، د دفتر پر لور روان و، چې طالبانو هغه او د هغه موټر چلوونکی له ځان سره یووړل.

د حبیبي کورنۍ وایي، د نوموړي نیول کېدل ښایې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو سره تړاو ولري، ځکه د دوي‌ په وینا له دې پېښې څو ورځې وروسته هغه ونیول شو.

ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه د امریکا له‌خوا د کابل وزیر اکبرخان سیمه کې د ډرون په یوه برید کې ووژل شو. خو طالبان تر اوسه دا خبر رسماً نه دی تأیید کړی.

احمد شاه حبیبي ګومان کوي، چې طالبان شک لري هغه شرکت، چې ورور یې په کې کار کاوه، ښايي د الظواهري په وژنه کې لاس ولري.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د “عدالت لپاره د جایزې” (Rewards for Justice) پروګرام د ۲۰۲۵ کال د جون پر۲۴مه نېټه د محمود شاه حبیبي د موندلو او خوندي ژغورلو د مالوماتو وړاندې کولو په بدل کې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه هم اعلان کړې وه.

د طالبانو چوپتیا

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال په چنګاښ میاشت کې ویلي و، د افغانی‌الاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د اسلامي امارت د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.

هغه ویلي و چې د دې ترڅنګ طالبانو د نادرکه شوو کسانو موندلو لپاره د شکایتونو اورېدو ریاست ته یوه دایمي کمېټه ګومارلې چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په ګډه د هغو کسانو موندلو برخه کې چې په بېلابېلو لاملونو او مختلفو وختونو کې نادرکه شوي، څېړنه وکړي.

د خوشې کېدونکو امریکایانو په نوملړ کې د حبیبي نوم نشته دی

د سیاسي چارو شنوکي سمیع یوسفزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امریکا یوه پلاوي کابل ته رسېدلی دی څو د هغه امریکايي اتباعو د قضیې په اړه د طالبانو سره خبرې وکړي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې نیول شوی دی.

هغه لیکلي چې دغه پلاوي له پخواني امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم د ځان سره کابل ته رواستلي تر څو د خپلو اړیکو له لارې طالبانو ته دا خبره ورسوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې موضوع کې څومره جدي دی.

یوسفزي لیکلي: «د طالبانو یوي بلی منبع راتهً وویل چې ممکن نن یا سبا امریکایی زندانیان پریښودل شي خو پدغه لیست کې د محمود شاه حبیبي نوم نشته دي.»

یوې بلې سرچېنې هم کابل ټیلیګراف ته وویل چې امریکایي پلاوي د حبیبي په اړه له متقي او ملا برادر سره ډېرې جدي خبرې کړي خو طالبان یې په اړه بې خبري ښیي.

ده وویل چې له اوسني پلاوي سره د ځینو نیول شویو امریکایانو خوشې کېدو هوکړه شوې خو حبیبي په کې نشته او د هغه نشتون د امریکایي پلاوي سختې اندېښنې را پارولي دي.

د بایډن ادارې د قطر په منځګړیتوب طالبانو سره د محمود شاه حبیبي په ګډون د هغو امریکایي وګړو په اړه خبرې پیل کړې وې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې دغې ډلې سره بندیان وو.

د خبرو پایله دا وه چې رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۱مه د افغان بندي خان محمد سره تبادله شول.

د همدې کال د مارچ پر ۲۰ مه نېټه د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، چې طالبانو د امریکا ولسمشر “ترمپ” ته د ښه نیت ښودلو په موخه امریکایی وګړی جورج ګېلزمن له دوه کاله بند وروسته خوشې کړ.