خبرونهلوبېنړۍ

آسیا جام سیالۍ؛ هند او پاکستان نن ماښام له یو بل سره مخ کېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن یک‌شنبه ماښام مهال د اسیام جام سیالیو په لړ کې له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته کېږي.

دغه سیالي به په دوبی کې ترسره کېږي.

پاکستان او هند د اسیا جام شل اوریزو سیالیو لپاره ځوانې او پیاوړې لوبډلې غوره کړي دي او روانو لوبو لومړۍ لوبې دواړه ګټلې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ په کېدونکو لوبو هم سیوری غوړولی دی او دواړه لوبډلې هڅه کوي لوبه په خپل نوم کړي او لږ تر لږه د لوبو په ډګر کې یو بل ته ماتې ورکړي.

د پاکستان او هند سربېره افغان لوبډله هم د اسیا جام په سیالیو کې یو له هغو لوبډلو ګڼل کېږي چې زیاتې لوبډلې ترې اندېښنه لري او مینه وال هم ترې د ښو لوبو تمه کوي.

افغانستان، هند او پاکستان د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې خپلې لومړنۍ لوبې په لوی توپیر له خپلو سیالو لوبډلو ګټلي دي.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې پر ۱۸مه د سریلانکا له لوبډلې سره ترسره کړي.