
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو له خوا په دوحه کې د حماس پر ځینو مشرانو د وروستي برید وروسته، خبري سرچینو د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د قوماندان ترمنځ د لیدنې او خبرو راپور ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دواړو خواوو په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.
نظامي او دفاعي همکارۍ د دې خبرو اصلي محورونه بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن او سبا قطر د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پراخې غونډې کوربه دی.