افغانستانځانګړي برخهراپورونه

کابل ته په شپږو میاشتو کې دوه سفرونه؛ خلیلزاد د څه په لټه کې دی؟

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې کابل ته د زلمي خلیلزاد دوو سفرونو پوښتنې را ولاړې کړي دي چې نوموړی د څه په لټه کې دی، ایا د طالبانو د حکومت د راپرځولو او که په سیمه کې د طالبانو په لاس د يوې نوې لوبې پيلېدل؟

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی او د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د تېرې جمعې په ماښام د امریکا د ځانګړي استازي ادم بولر سره يوځای کابل ته په سفر راغی.

نوموړي په دغه سفر کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل. ظاهراً د دغه سفر موخه د امریکايي بنديانو تبادله/خلاصون په ګوته شوی خو په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد اوسمهال په امریکا کې هېڅ رسمي دنده نه لري او په دغه سفر کې د ادم بولر ملګری و، شکونه را ولاړ کړي دي.

د نړيوالو رسنيو لیدلوری

رویټرز خبري اژانس کابل ته د خلیلزاد له سفر وروسته د دوه امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې واشنګټن د کابل اوسنیو واکمنو د ورکړیو نړیوالو ژمنو عملي کولو او د امریکایي بندیانو د حقونو په تامین کې خورا سست عمل کړی او امریکا دې کار ناهیلې کړې.

یادې رسنۍ ويلي چې د امریکايي پلاوي د سفر موخه د طالبانو لخوا د بندي امریکايانو خلاصون او په ځانګړي توګه د محمود شاه حبیبي په تړاو خبرې اترې دي. هغه څوک چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهېسې طالبانو بندي کړی او د دوی حکومت يې له بندي کولو منکر شوی دی.

الجزیرې تلویزیون هم په يو راپور کې د دغه سفر موخه د امریکايي بنديانو خلاصون او د هغوی د وضعيت په تړاو خبرې اترې په ګوته کړي او يادونه يې کړې چې په دغه سفر کې په ياده موضوع خبرې شوې دي.

دغه راز اکسپریس ټریبيون ورځپاڼې هم کابل ته د ادم بولر او زلمي خلیلزاد د سفر په تړاو په يو راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله ويلي چې په یاد سفر کې د امریکايي بنديانو د خلاصون په تړاو خبرې شوې دي.

د سیاسي شنونکو اندېښنې

سره له دې چې رسنيو او د امریکا او طالبانو حکومتونو اعلان وکړ چې د دغه سفر موخه د امریکايي بنديانو د وضعيت معلومول او د هغوی خلاصون یا تبادله ده خو په تېرو شپږو میاشتو کې د زلمي خلیلزاد دوو سفرونو اندېښنې راپارولې دي.

شنونکي په دې باور دي، زلمی خلیلزاد اوسمهال هېڅ کومه دنده نه لري خو دا چې امریکا ته ځان ثابت کړي د دغو سفرونو ملتیا کوي او يا هم په سیمه کې د طالبانو په لاس د يوې نوې لوبې د پيل په هڅه کې دی.

د سیاسي چارو شنونکی سید حکمت پاچا وايي،خلیل‌زاد په غیر رسمي ډول هڅه کوي چې د امریکا ادارې ته دا وښيي، چې هغه لا هم د افغانستان په چارو کې اغېزمن شخصیت دی او پر طالبانو نفوذ لري.

دی په دې باور دی چې خلیلزاد غواړي په همدې توګه یو ځل بیا د افغانستان په بهیر کې ونډه ولري او د دوحې ناتکمیله پروسه کې فعال رول ولوبوي.

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د طالبانو په تړاو د ډاکټر زلمي خلیلزاد وروستئ څرګندونې او ټویټونه د ډېرو خلکو لپاره د پوښتنې وړ ګرځېدلي وو، خو اوس چې هغه کابل ته سفر کړی، داسې ښکاري چې خلیلزاد وروستي دریځونه په طالبانو باندې د خپل نفوذ پراخولو او د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو د هڅو سره تړاو لري.

فدایي لیکلي، خلیلزاد د افغاني او امریکایي ډیپلوماسۍ تر منځ د توازن ساتلو ځانګړې وړتیا لري او تمه ده چې د افغان‌الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د خوشې کېدو موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

افغان خبریال روح الله علیزی بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې کابل ته د امریکا د نوي ځانګړي استازی او پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر راتګ، د افغانستان دښمنان او ګاونډیان خوشحاله نه دي.

د روانو چارو شنونکی خلیل‌ احمد نادم وایي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره ښې اړیکې لري او افغانستان ته د هغه سفر یو شمېر کسانو ته یو ځواب دی چې ګواکې نوموړی هېڅ ډول ماموریت نه لري.

د نوموړي په وینا، خلیلزاد طالبانو ته د اعتبار وړ کس دی.

د چارو يو بل شنونکی احمد بلال یاسر وايي، زلمی خلیلزاد يو ځل بیا له امریکايي پلاوي سره د يوې ځانګړې اجنډا له مخې کابل ته تللی او دا ځل غواړي چې د اړیکو د ښه والي او بندیانو د تبادلې تر شعارونو لاندې لوبه وکړي.

دی وايي، دا ښکاره ده چې دا شخص (خلیلزاد) هغه سیاستوالی دی چې د غرب له لوري مهار کېږي او هدایت ورته کېږي چې وروستی زیان یې حتماً افغان ولس او طالبان ويني.

يو بل سیاسي شنونکي عارف رحماني په يوه لیکنه کې یادونه کړې چې ولې يو شمېر اغان رهبران له زلمي خلیلزاد وېره لري او زیاته کړې یې ده چې هر ځل چې د افغانستان په سیاست کې د خلیلزاد نوم ذکر شوی افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو منسجم کول او بیا يې تر بریا وروسته په ډلو ویشل، د بن کنفرانس او د جمهوریت منځته راتګ، د دوحې تړون، د جمهوریت سقوط او واک ته د طالبانو رسېدل هغه څه دي چې دا ځل یې د خلیلزاد بیا سفرونو او وروستيو لیکنو خلک اندېښمن کړي دي.