
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسیا جام په روانو سیالیو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د ۷ وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغه سیالي تېر ماښام (یکشنبه د وږي ۲۳مه) د پاکستان په توپ وهنې سره پیل شوه. پاکستان په شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې او هند ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.
هند بیا دغه هدف د درېیو وېکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶م اور کې پوره کړ او ورسره یې د ۷ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا جام په سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د سې شنبه په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.
افغان اتلانو په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ سیالۍ کې سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده