
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک په مشرۍ لوړپوړی ایراني پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته رارسېدلی.
ټاکل شوې، دا ایرانی پلاوی د طالبانو د کانونو او پټرولیم او همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسوولانو سره وګوري او پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې راغلی پلاوی به د طالبانو له کومو مشرانو سره تر ډېره پر کومو مسایلو خبرې وکړي.
خو د سرچینو د معلوماتو له مخې چې کابل ته د سید محمد اتابک له سفر یوه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم ګڼو ایراني چارواکو افغانستان ته سفر کړی او طالبانو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې وې.