
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، پرون یکشنبه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته ۱۰۸۸ افغان کورنۍ راستنې شوې دي.
د طالبانو یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۰۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۲۵۳ تنه وو، هېواد ته راستنې شوې او هلته له ۱۹۳ کورنیو سره ۱ میلیون ۴۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه راز د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۰ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۷۱ تنه وو، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۶۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۳۹۴۸ تنه وو ،د سپین بولدک له لارې ۲۳۷ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۳۰۰ تنه و، د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې هم ۳۳ کورنۍ، چې د غړو شمېر ۱۹۲ تنه وو هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون له کابل څخه ۴۵۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۲۱۱ تنه و خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تازه راغلو کډوالو ته یوه اندازه نغدي مرسته هم وېشل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د شړلو پروسه چټکه شوې او هره ورځ په زرګونه افغانان چې ماشومان اومېرمنې هم په کې شامل دي په جبري ډول له یادو هېوادونو راشړل کېږي.