
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کا
اسراییلي رسنیو ویلي، مخکې له دې چې د اسراییل پوځ غزه کې د حماس پر وړاندې پلان شوي عملیات پیل کړي، د تازه اټکلونو له مخې، تر اوسه پورې له ۳۲۰ زره څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې ښار نورو سیمو ته کډه کړې.
ویل شوي چې یوازې تېره شپه شاوخوا ۲۰ زره کسان له غزې ښاره وتلي. د مالوماتو پر بنسټ، غزه کې شاوخوا ۲ میلیون فلسطینیان ژوند کوي.
د اسراییل پوځ تیره اونۍ د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې له پلان شوي برید وړاندې سمدلاسه، له غزې ښاره ووځي.
اسراییل غزه کې ملکي وګړو ته ویلي چې د غزې سویل کې د دوی لخوا ټاکل شوي بشري زون ته لاړ شي، خو فلسطینیانو په وینا، غزه کې هیڅ ځای خوندي نهدی.