
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په سمنګان ولایت کې د دوو کانونو د نړېدو پېښه کې دوه کان کېندونکي مړه شوي دي.
د سمنگان ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وايي، په دې ولایت کې د دوو کانونو د نړېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي دي.
هغه زیاتوي چې نن سهار وختي یو ۴۵ کلن سړی د درهصوف بالا ولسوالۍ د «شباشک شیخه» په کلي کې د زغالو د یوه کان د نړېدو له امله مړ شوی دی.
د رحماني په وینا، دا سړی د بامیان ولایت اصلي اوسېدونکی و او په مزار شریف کې یې ژوند کاوه.
د سمنگان د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې پرون هم د درهصوف بالا ولسوالۍ کې د زغالو د یوه کان د نړېدو له امله یو بل کان کیندونکی مړ شوی دی.
د کانونو غیرمعیاري استخراج او د کارګرو لپاره د خوندیتوب وسایلو نشتوالی د هغو عواملو څخه دي چې د کان کیندونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.