طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو په ښځينه کارمندانو بنديز خلکو ته ستونزې جوړې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې له تېرو شاوخوا څلورو ورځو راهېسې طالبانو د ملګرو ملتونو او په ځانګړي توګه د يوناما ښځينه کار کوونکو ته دفترونو ته د ورتګ مخه نيولې، دغې چارې د بشري حقونو د مرستو رسولو پروسه ټکنۍ کړې ده.
د ملګرو ملتونو ادارې له طالبانو غواړي چې د دوی ښځينه کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو ته ستنې شي ځکه همدا اوس په کونړ کې زلزله ځپلي او په تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او ځينو نورو بندرونو کې کډوالې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو په ښځينه کار کوونکو بنديز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (يوناما) د سپټمبر په ۱۱مه وويل چې طالب ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د دوی د ښځينه قراردادي کار کوونکو د ورتګ مخه نيولې ده.
يوناما د طالبانو دا کړنه (د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې) او دا يې د دوی د کار کوونکو د خوندیتوب لپاره يو سرخوږی یاد کړی دی.
یوناما دغه راز ويلي چې طالبانو په (لیکلي يا شفاهي) بڼه د دغې پرېکړې او محدودیت په تړاو معلومات نه دي شریک کړي. د يوناما د يوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د طالبانو سرتيري په کابل، هرات او مزار شریف ښارونو کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته د ښځينه قراردادي کار کوونکو د ورتګ د مخنيوي لپاره مېشته شوي دي.
د ښځينه کار کوونکو بندیز اړمن له ستونزو سره مخ کړي
د طالبانو دغې چارې په کونړ ولايت کې زلزله ځپلو ته او په ننګرهار، هرات، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې له پاکستان او ایران څخه جبري راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو بهیر ټکنی کړی دی.
له کونړ څخه د کابل ټيلیګراف سرچینې وايي چې په ځينو سیمو کې چې د ښځينه کار کوونکو موجودیت اړین وو، هلته اوس د مرستې لړۍ ټکنۍ شوې ده، په ځانګړي توګه روغتيايي مرستو برخه ستونزمنه شوې ده.
دغه راز د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې هم له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته د ملګرو ملتونو د سازمانونو د مرستو لړۍ ټکنۍ ده او هلته مېشتې د م.م ادارې ښځو ته د مرستو او خدماتو برخې غیر فعالې کړې دي.
په هرات او کندهار ولايتونو کې هم راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو لړۍ پڅه شوې او د ملګرو ملتونو ادارو هغه برخې تړل شوي چې ښځينه کار کوونکې يې درلودې.
د ملګرو ملتونو غوښتنه
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او يوناما له طالبانو غوښتي چې بېرته دې ددوی ښځينه کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو ته ستنې شي او اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.
په افغانستان کې د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ له طالبانو غواړي چې د ملګرو ملتونو په ښځينه کار کوونکو لږېدلي بندیزونه بېرته لرې کړي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ((زه له طالبانو غواړم چې پر کار کوونکو لګول شوی محدودیت لرې کړي. د مرستو رسولو برخه کې د ښځينه کار کوونکو موجودیت حتمي دی، تر هغې چې طالبان خپله کړنلاره بدله نه کړي باید مرستې پيل نه شي.))
د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان هم له طالبانو څخه غوښتي چې مرستندویه ښځينه کار کوونکو ته د کار د پيل اجازه ورکړي.
یاد سازمان ويلي همدا اوس په کونړ ولايت کې د زلزلې له امله سلګونه مېرمنې د روغتيا په برخه کې د ښځينه روغتيا پالانو مرستې ته اړتیا لري خو طالبانو د دغه بهير مخه نيولې ده.
په افغانستان کې د روغتيا نړیوال سازمان مرستيال موکتا شرما وايي: ((اوسمهال په زلزله ځپلو سیمو کې تر ټولو لویه ستونزه د ښځينه روغتياپالانو او ښځينه مرسته کوونکو نشتوالی دی.))
تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د خلکو د زړورتیا د ستاینې ترڅنګ د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي رول ټینګار وکړ او د ژمي رارسیدو ته په کتو سره یې مرستندویه بنسټونه وهڅول ترڅو د اغیزمن شویو خلکو څخه د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې ۱۱زره او ۶۰۰ حامله ښځې له ستونزو سره مخ شوې دي. پر دې سربېره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وايي چې د روان کال د جنورۍ څخه تر اوسه پورې نږدې دوه نيم ميلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي چې ۵۲سلنه يې ښځې او نجونې دي.