
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی نوينالحق د اوږې ټپ له امله د کرکټ له اسيا جام لوبو بهر شو.
خبرپاڼه کې د اړونده ډاکټرانو له قوله ویل شوي چې د نوینالحق د اوږې ټپ لا هم په بشپړه توګه نهدی رغېدلی، نو په دلیل یې له روانو اسیا جام سیالیو بهر شو.
کرکټ بورډ د هغه پر ځای اسيا جام سياليو ته نوی ځوان تېز توپ اچوونکی عبدالله احمدزی غوره کړی او ویلي، نوینالحق به د غوره درملنې په موخه انګلستان ته ولېږدول شي.
د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شلاوریزې سیالۍ د تېرې اونۍ د سېشنبې په ورځ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلهدېش، هانګانګ، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هانګانک پر وړاندې ترسره کړې چې ګټلې یې هم ده.
افغان کرکټ ملي لوبډله به نن سهشنبه خپله دویمه لوبه د بنګلهدېش او د پنجشنبې په ورځ دریمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډونکوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ لوبډلې شاملیږي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.