
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د مزارشریف ښار سلګونه اوسېدونکو نن سېشنبه د طالبانو پر ضد اعتراضیه لاریون وکړ.
دغه لاریونوالو چې د (مرګ پر خاینانو) شعارونه ورکول وویل، دوی له دې امله اعتراض کړی، چې طالبان د لیلامۍ هټۍ ګانې ویجاړوي.
لاریونوال وایي، له دې لارې دوی کورنۍ پالي او له طالبانو غواړي چې د دوی د روزۍ ګټلو دا لار پرې ونه تړي.
لاریون کوونکي چې شمېر یې لسګونه تنه ښودل شوی وایي، زرګونه ځوانان بې روزګاره او نفقې ګټلو ته حیران دي.
دوی وایي طالبان دې د دوی د هټیو د ړنګولو پرځای دوی ته کاري زمینه برابره کړي.
ځایي طالب مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نه هم لا څرګنده ده چې دوی ولې د لیلامیو هټۍ ړنګوي.