
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د افغانستان په ګډون یو شمېر هیوادونه،د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په ژمنو په عمل کولو کې ناکام شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه تېر کال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو په عمل کولو کې ناکام شوي دي.
طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته، د نشه يي توکو کښت او تولید منع کړی او په دې لاره کې یې جدي مبارزه کړې ده.
ملګرو ملتونو هم په وروستیو کې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
خو سره له دې، ټرمپ ادعا کړې چې یو شمېر هیوادونه لکه افغانستان، کولمبیا او وینزویلا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو عمل کولو کې پاتې راغلي دي.