
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د پنجشیر ولایت د مقام ویاند سیفالدین لتون اعلان وکړ چې په یوه رسمي لیلام کې، د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۷۰۳ قیراط زمرد په ۲۸,۵۰۰ امریکايي ډالرو کورنیو سوداګرو باندې پلورل شوي دي.
د پنجشیر د زمردو کانونه، چې له پخوا راهیسې د افغانستان د قیمتي جواهراتو د یوې مهمې سرچینې په توګه پېژندل شوي، طالبانو یې په پراخه کچه د کیندنې چارې پیل کړي دي.
دوی ادعا کوي، چې له دغه سرچینو څخه د کار موندنې ترڅنګ د هېواد په عوایدو کې زیاتوالی هم رامنځته کیږي.