خبرونهسیمه

بلوچستان کې وسله‌والو د پولیسو پر پوستې برید کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ وايي، وسله‌والو په دغه سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته سخت برید کړی دی.

کاکړ زیاته کړې وسله والو پوسته سوزولې او یو پولیس یې په ډزو وژلی او دوه نور ټپیان دي.

کاکړ ویلي، چې په سیمه کې د پولیسو له لوري چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

لا تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه ‌دی اخیستی.

پاکستان څخه په دې وروستیو کې د سختو وسله والو نښتو راپورونه ورکول کېږي،چې هره پېښه د پولیسو او پوځیانو مرګ ژوبله له ځانه سره لري.