افغانستانخبرونه

اسیا پراختیايي بانک د کونړ له زلزله‌ځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسیا پراختیایي بانک وايي چې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره یې د بېړنۍ مرستې لپاره ۳ میلیون ډالر ځانګړي چې د نغدي او خوراکي توکو د بستو په بڼه به تر ځپل‌شویو کورنیو پورې ورسول شي. 

دې ادارې ویلي چې دا مالي مرستې د اسیا اوقیانوسیه پېښو ته له ځواب‌ویونکي صندوق ځانګړې شوې او شاوخوا ۶۰ زره کسان به ترې برخمن شي. 

د اسیا پراختیایي بانک همداراز ویلي چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره یې د بېړنیو مرستو لپاره په نورو لارو چارو هم غور کړی دی. 

تر دې مخکې هم یو شمېر هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو د کونړ او ننګرهار له زلزله‌ځپلو سره د میلیونونه ډالرو په ارزښت مرستې وکړې او دا لړۍ لا هم ادامه لري.

د ویلو ده چې څو اوونۍ مخکې د افغانستان په ختیځ کې د خونړۍ زلزلې له امله شاوخوا دوه‌نیم زره کسان مړه او نږدې څلور زره نور ټپیان شول. دې خونړۍ زلزلې د لسګونه زره کسانو پر ژوند منفي اغېز وکړ. 

خو بل لورته بیا زلزله ځپلې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي او وایي هرڅومره ژر دې دوی ته د ژمي تر راتګ وړاندې کورونه جوړ شي.

دوی وایي په دومره بې بها شوو مرستو کې دوی ته تر خېمو پرته بل هېڅ نه دي شوي.