
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
اکوادور اعلان کړی، چې د نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د مهم ګام په توکه د ایران سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه نومولی دی.
رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د اکوادور د چارواکو له قوله ویلي، چې دا پریکړه یې د سپاه پاسداران انقلاب لخوا د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو د شواهدو پر بنسټ کړې.
یاد هېواد زیاتوي په ځانګړي ډول د قدس ځواک، چې په لاتین امریکا کې د بهرنیو عملیاتو مسوولیت پر غاړه لري د دې پرېکړې ستر لامل دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا اقدام د اکوادور د پراخو هڅو یوه برخه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت او په سیمه کې د هغې د نیابتي ډلو د نفوذ سره مبارزه وکړي، چیرې چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د نشهیي توکو د قاچاق شبکو، ترهګریزو فعالیتونو او تخریبي فعالیتونو ملاتړ تورن شوی دی.
د ولسمشر ډینیل نوبوا په مشرۍ د اکوادور حکومت په یوه رسمي بیان کې اعلان وکړ چې سپاه پاسداران د هېواد د ترهګرو سازمانونو په لیست کې “د ترهګرۍ ملاتړ، وسلهوالو ډلو تمویل او د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه” لپاره اضافه شوی دی.
دا پریکړه د اکوادور په بندرونو کې د ایران سره د شکمنو فعالیتونو په اړه لکه د وسلو او نشهتوکو قاچاق په برخه کې د داخلي تحقیقاتو وروسته کیږي.
د اکوادور چارواکو ویلي چې دا اقدام د ملي امنیت د ساتنې او د نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ لپاره اړین دی.