خبرونهنړۍ

امریکا د کار د ویزې کلنی فیس سل زره ډالرو ته لوړ کړی دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د محدودولو لپاره د H-1B کار ويزا کلنۍ فيس سل زره امریکایي ډالر ټاکل دی.

د بهرنیو رسنیو د را پورونو له مخې؛ د یادې ویزې د کلني لګښت حکم د ډونالډ ټرمپ لخوا رسماٌ لاسلیک شوی دی.

په یوه راپور کې راغلي چې دا نوی ګام به د ټیکنالوژۍ اړوند شرکتونو ته لویه ضربه ورکړي، ځکه چې دا کمپنۍ له هند او چین څخه د ټیکنالوژۍ متخصصین امریکا ته د ندې لپاره ور غواړي.

تر دې وړاندې د یادې ویزې فیس له ۲۱۵ امریکایي ډالرو څخه څو زره ډالرو پورې و.