خبرونهنړۍ

ایران د اټومي ادارې سره د همکارۍ ځنډوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د ولسمشر په مشرۍ له یوې غونډې وروسته، د ایران د ملي امنیت عالي شورا اعلان وکړ چې د اروپایي هیوادونو د اقداماتو له امله به اټومي ادارې سره د همکارۍ لاره وځنډول شي.

غونډې همدارنګه ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پالیسي به دا وي چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره تر ممکنه حده همکاري وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته هم دنده ورکړل شوې چې د شورا د پریکړو په چوکاټ کې د ایران د ملي ګټو د ساتنې لپاره خپلې مشورې ته دوام ورکړي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا لخوا دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو د ځنډولو د پریکړې پر ضد رایه ورکړه، او له همدې امله به د ایران پر وړاندې نړیوال بندیزونه د سپتمبر په اته ویشتمه بیرته پیل شي.