
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په نیوهمپشایر ایالت کې په یوه واده کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
ځایي پولیسو په پیل کې وویل چې دوه بریدګر په ډزو کې ښکیل وو، خو څېړنو څرګنده کړه چې یوازې یو کس برید ترسره کړی دی.
ویل کیږي چې بریدګر د برید پرمهال “فلسطین آزاد کړئ او ماشومان وژغورئ” چیغې وهلې.
ځایي چارواکو له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې په کور کې پاتې شي.










