
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې مالدیف هېواد ته د ” ۱۰ – ۱” ګولونو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې افغان ملي لوبډلې به دوهمه سیالي راتلونکې چهارشنبه د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.
یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې پيل شوي.
دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شوې او د دغه میاشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.










