کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز خبري آژانس وایي، د سوریې ولسمشر، احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون په موخه د امریکا نیویارک ته تللی.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې احمد الشرع به سبا هلته د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ۸۰ یمه غونډه کې ګډون وکړي.
په راپورونو کې دا له ۱۹۶۷ کال وروسته امریکا ته د سوریې د ولسمشر لومړی سفر بلل شوی.
احمد الشرع د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د سوریې لنډمهالی ولسمشر ټاکل شوی او تر دې مخکې یې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.
د روسیې دغه نوي ولسمشر په سعودي عربستان کې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره هم وکتل او تر کتنې وروسته امریکا پر سوریې لګېدلي ټول بندیزونه لغوه کړل.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې نوموړی به امریکا ته په خپل تازه سفر کې له کومو امریکايي چارواکو سره کتنې او څه ډول بحثونه ولري.










