
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
خوست کې د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي چې، په دې ولایت کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه.
دغه کارخونه د شرق نفرایټ او یلومون ګروپ له لوري په «تڼیو» ولسوالۍ کې پرانیستل شوې ده.
د مسوولینو په وینا یاده کارخونه په میاشتني ډول د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې کارخونې پر فعالېدو خوښ دي او په دې ولسوالۍ کې د ورته نورو بنسټیزو کارونو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.
د دوی په وینا چې د دا ډول کارخونو جوړېدل او فعالېدل هېوادوالو ته د کاري زمینې د چمتوکولو په برخه کې ګټورې تمامېږي.










