
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلجیم هېواد په روسلر سیمه کې یو افغان د خپلې پخوانۍ میرمنې په ګډون درې تنه د چاقو په وهلو سره وژلي دي.
د یاد هېواد رسنۍ وایي، دغه افغان خپله پخوانۍ میرمن، یو بل افغان او یو بلجیمی وګړی د چاقو په وهلو سره وژلي او له پېښې وروسته تښتیدلی و، چې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: وژل شوي افغان د قاتل د مخکینۍ میرمنې سره اړیکې درلودې او له همدې امله یاده پېښه رامنځته شوې.
بلخوا پولیسو ویلي، چې یاد کس څه موده وړاندې هم د خپلې میرمنې او زوی د وهلو له امله په یو کال بند محکوم شوی وو، خو په ضمانت خوشی شوی دی.
د هغه ښوونځي د نوموړي د هڅونې لپاره هغه ته درې نیم زره یوانه پانګه ورکړه او د تجربو لپاره یې ځای هم ورته برابر کړ.
زینګ ویلي، د چین یو معتبر پوهنتون کې یې تازه د هوايي او فضايي انجنیرۍ په څانګه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
تر ۱۰۰ څخه زیاتو هڅو وروسته، زینګ څلور ډوله انجنونه، ګڼ یو پړاوي او یو دوه پړاوي راکټونه جوړ کړل.
د هغه دوه پړاوي راکټ وتوانېد چې له ځمکې څخه تر ۴۰۰ مترو پورې پورته وخېژي.
د زینګ کورنۍ هم په بشپړه توګه د هغه د شوق ملاتړ وکړ.
زینګ وایي، اوس پوهنتون ته داخل شوی او غواړي، رااتلونکي کې یو ریښتینی فضايي راکټ ډیزاین کړي.










