
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د “ریښتیني ژورنالیزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه” تر سرلیک لاندې د خبریالانو ملي غونډه جوړه شوې.
د دغه ډلې د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور په دې غونډه کې وویل چې خبریالان باید د ریښتیني ژورنالیزم اصولو ته غاړه کیږدي.هغه وویل چې رښتینی ژورنالیزم د ټولنې اړتیا ده او د خلکو ترمنځ د ښه ژوند لپاره په اصولي خبریالۍ یې ټینګار وکړ.
د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې غونډه کې وویل چې که رسنۍ خلکو ته کره معلومات ونه رسوي، نو اوازې او بې بنسټه اوازې به د کره خبرونو ځای ونیسي.
هغه زیاته کړه چې رسنۍ باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې هم خلکو ته کره معلومات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څلورو کلونو کې په افغان رسنیو پراخ بندیزونه لګول شوي دي.










