
کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پرون سه شنبه له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ټول افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه وایي: “پاکستان د افغان کډوالو له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی”
نوموړي ویلي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کیږي؛ خو دا یوه داسې ادعا ده، چې تل طالبانو رد کړې ده.
هغه له سعودي عربستان سره د دفاعي تړون په اړه ویلي، چې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچستان عالي محکمې تېره ورځ د قاضي روزي خان بړیڅ پر مشرۍ د پاکستاني وکیل هغه غوښتنه ومنله، چې د افغان کډوالو ستنېدا تر شپږ میاشتو پورې وځنډوي.
دغه غوښتنه ځکه منل شوې چې زرګونه افغان ماشومان د بلوچستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدهکړې کوي او دقاضي په خبره دا مهال به یې بېرته ستنول د دوی د زدهکړو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ او کورنۍ خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد هېواد هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه شړي او افغانستان ته یې لېږدوي.










