خبرونهنړۍ

هند کې د بارانونو له امله رامنځته شویو پېښو کې ۱۰ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هندوستان په کلکته کې د باران ۳۹ کلن زوړ ریکارډ مات شوی او له امله یې په رامنځته شویو پېښو کې لس تنه مړه شوي دي.

د هندي رسنیو په وینا، د لویدیځ بنګال ایالت په پلازمېنه کلکته او شاوخوا سیمو کې تېره ورځ سخت اورښتونه شوي، چې په دې ښار کې د زیاتو اورښتونو ۳۹ کلن ریکارډ یې مات کړ.

د را پورونو له مخې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کلکته ښار او شاوخوا سیمو کې ۲۵۱ ملی میتره باران ثبت شوی، او وروستی ځل دا ډول باران په ۱۹۸۶ کال کې شوی و. 

د هندي رسنیو په وینا، د سختو بارانونو له امله ښار فلج شوی، تعلیمي ادارې د دوو ورځو لپاره تړل شوې، سړکونه د اوبو لاندې شوي، د ښار ترانسپورتي نظام او رېل خدمتونه اغېزمن شوي، او ګڼې الوتنې لغوه یا ځنډېدلې دي. 

د رپوټ له مخې، د بارانونو له امله رامنځته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، چې له دې جملې ۸ کسان د تندر پرېوتو پېښه کې مړه شوي دي.