افغانستاناقتصادخبرونه

کونړ کې د ۹۳ میلیون افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کونړ ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د ازادۍ بولۍ له لارې د ۵۹۷ کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له پلورل‌کېدو خبر ورکړی. 

دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس، مولوي شیرین اغا ویلي چې دا ډبرې د ۹۳٫۳ میلیون افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

د نوموړي په وینا چې د دې بولۍ له لارې ۹٫۳ میلیون افغانۍ عواید د طالبانو د حکومت خزانې ته اضافه شوي دي.

کونړ کې تر دې مخکې هم د ازادې بولۍ له لارې زرګونه کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوې وې.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په هېواد کې د کانونو د ایستنې په برخو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.