
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسیا جام شل سیالیو په لړ کې نن او سبا برخلیک ټاکونکې لوبې کېدونکې دي.
نن ماښام بنګله دېش او پاکستان د دویم پړاو په خورا مهمې لوبې کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پيلېږي.که دغه لوبه بنګله دېش او یا هم پاکستان وګټي، نو بل پړاو (پایلوبې) ته به لاره پیدا کړي.
تېره شپه بنګله دېش د هند پر وړاندې ماته وخوړه، او دا یې وروستی چانس دی چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.
د تېرې شپې لوبه کې هند د خپلو شپږ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره بنګله دېش ته د ۱۶۸ منډو هدف کېښود، خو بنګله دېش د ۱۹ اور په درېیم توپ باندې خپله وروستۍ ویکټه له لاسه ورکړه او هند څخه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
پاکستان سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا هیله یې بیا راژوندۍ شوه چې ممکن د اسیایي جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د روانې سپټمبر میاشتې ۹مه په متحده عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به دوام وکړي.
سبا جمعه ماښام بیا هند او سرېلانکا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.










