
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
يوې روسۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې امريکا د بګرام د اډې د بېرته نيولو او په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د بيا پياوړتيا ارزونه کوي.
«نيزاويسيمایا ګازتا» ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ليکلي چې امريکا ښايي د بګرام د بېرته نيولو او د شاوخوا ولايتونو په ګډون د کابل د کنټرول لپاره له پوځي ځواکه کار واخلي.
د دغې ورځپاڼې د ادعا له مخې، د واشنګټن اساسي تګلاره په دې طرحه کې له طالبانو سره خبرې دي.
په همدې راپور کې راغلي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده او د کابل نور مشران د امريکا له طرحې سره مخالف دي.
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد مخکې د ټرمپ هغه ګواښ ته په غبرګون کې چې که کابل د بګرام هوايي اډه امريکا ته ورنه کړي، «بدې پېښې» به رامنځته شي، خبرداری ورکړی و: امريکا بايد هېر نه کړي چې بدې پېښې بد غبرګونونه هم لري.
مجاهد العربیه انګلیسي ته ويلي: افغانستان د امريکا د شل کلن اشغال پر مهال په دوامداره توګه د «بدو پېښو» شاهد و، نه يوازې يو ورځ، بلکې دوه لسيزې په بشپړه توګه.
هغه ویلي، امريکايان بايد هېر نه کړي چې بد عملونه بد غبرګونونه لري او تاسې هم اړ شوی چې ساتګ مو وکړ.
هغه څرګنده کړه: د افغانستان خلک د اشغال په وړاندې خورا حساس دي، او هېڅ افغان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې حتی د خاورې يوه لوېشته یې د پرديو لاس ته ولويږي يا د بهرنيو تر کنټرول لاندې راشي. بګرام د افغانستان د خاورې يوه برخه ده، هېڅ توپير له نورو برخو سره نه لري. موږ هېڅکله حاضر نه يو د خپلې خاورې کومه برخه معامله يا تسليم کړو.
مجاهد په خپلو خبرو کې وويل: د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې يوازې د بنديانو د تبادلې، ديپلوماتيکو اړيکو او اقتصادي پانګونې په اړه وې، نه د بګرام؛ هغه موضوع چې د ده په وينا «د خبرو وړ نه ده».
امريکا د ۲۰۲۱ په اګست کې، د شلو کلونو پوځي حضور وروسته، خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او د بګرام اډه يې طالبانو ته وسپارله. دغه وتل د افغانستان د پخواني حکومت د چټک سقوط او د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو لامل شو.










